د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۴۸
د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي انجنیر ذبیح الله زیارمل د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس ښاغلي شیرباز کمین زاده سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د دواړو لور د اړوند برخو مسوولینو هم ګډون درلود.

ښاغلي زیارمل په هېواد کې یوه صنعتي انقلاب ته د رسېدلو لپاره په افغاني تولیداتو او صنایعو په برخه کې د سټنډرډونو کارول حیاتي وکڼل او په وینا یې په داخلي تولیداتو او محصولاتو کې د سټنډرډونو پلي کول د معیار جوړونې او د ملي او نړیوال اعتبار د لاسته راوړلو لپاره حتمي او اړین دي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې انسا د ادارې په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړې توګه د توکو د کیفیت د ازمېیښت لابراټوارونه خصوصي سکټور ته فرصتونه برابروي او د یوې ګډې ژبې د ایجاد لپاره متداومې او واضیح همکارۍ ته ژمنه ده.

ښاغلي کمین زاده له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه د انسا ادارې له پروګرامونو څخه مننه وکړه او ښاغلي زیامل ته یې په چارو کې د لا پرمختګ او بریا هیله وکړه. هغه همدارنګه و ویل چې د صنایع او کانونو خونې ډیری چارې له انسا ادارې سره تړلې دي.

په پای کې دواړو لورو د همکارۍ هوکړه لیکونو پر کولو توافق وکړ او دغه راز دواړو لورو د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د صنایع او کانونو خونې له رییس سره لیدنه وکړه.