د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
High Council of Standards

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه، چې پکې الحاج ملا فیض‌الله تمیم د ملي سټنډرډ ادارې رئیس، مولوي محمد آصف قانت د دغې ادارې تخنیکي مرستیال، د شورا دایمي غړي (د وزارتونو او اړوندو ادارو معینان او رئیسان) او د خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د کیفیت د ښه‌والي او شفافیت د تأمین پر اهمیت ارزښتناکې خبرې وکړې. هغه ددې مسئولیت پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: "محوله چارې، په ځانګړي ډول نننۍ غونډه، یو لوی مسئولیت او امانت دی چې باید په مناسب او اغېزناک ډول ترې ګټه واخیستل شي."

نوموړي زیاته کړه: "موږ نن دلته ددې لپاره راټول شوي یو، څو کیفیت ترلاسه شي او د نړۍ سره د تعاملاتو په رڼا کې خپل محصولات د نړیوالو معیارونو مطابق برابر کړو."

ورپسې، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم، د ملي کیفیت د بنسټونو د پیاوړتیا او په هېواد کې د سټنډرډ جوړونې د بهیر پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: د سټنډرډ جوړونې او کیفیت ملي بنسټ پیاوړتیا، ښوو معیاري تولیداتو ته زمینه برابروي او د خلکو باور په داخلي تولیداتو زیاتوي او په څنګ کې یې د بې‌کیفیته تولیداتو او وارداتو څخه مخنیوی کوي.

همداراز، په هره برخه کې د سټنډرډونو تدوین، تطبیق او ترویج کولای شي، هېواد د ځان‌بساینې په لور بوزي.

هغه د سټنډرډ ملي ادارې د تیر یو کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې ۲۴۷ سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې د تخنیکي کمیټو لخوا وروستۍ شوي او ۵۰۲۸ ټوکه سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې وزارتونو، امارتي ادارو او خصوصي سکتور ته وېشل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په همدې موده کې په ۶۰ فابریکو او شرکتونو کې د ملي سټنډرډونو د تطبیق بهیر هم تر څارنې لاندې نیول شوی دی.

وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد آصف قانت، د سټنډرډونو او د ازمایښت کړنلارې مسودې د تصویب لپاره د شورا غړو ته وړاندې کړې او اړین توضیحات یې ورکړل.

په غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تطبیق او څارنې په اړه د یو متخصص لخوا پرزینتیشن وړاندې شو.

د غونډې په پای کې، ۱۱۷ سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې د شورا له‌خوا تصویب او منظور شوې.

دغه سټنډرډونه د کیفیت مدیریت، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو، درملیزو او سینګاریزو توکو، ودانیزو توکو، نفتي توکو، الکتروتخنیک او مخابرات، نساجي او چرم، چاپېریال، کیمیاوي او پلاستیک، طبي وسایل او روغتیا، حلالو او کانونو په ګډون بیلابیلې برخې رانغاړي.

په پای کې، د سټنډرډ عالي شورا رئیس الحاج عبدالغني برادر آخند د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ او په ځانګړې توګه په هغو برخو کې چې د خلکو روغتیا او سلامتیا ته زیان رسوي، د سټنډرډونو د عملي کولو لپاره یې د پلانونو د جوړولو هدایت ورکړ.

د سټنډرډ عالي شورا دریمه غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

د دغو سټنډرډونو تطبیق به د ملي کیفیت بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وي او هېواد به د معیاري کېدو، دوامدارې ودې او پرمختګ په لور یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول