د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه ترسره شوه او ۵۷ سټنډرډونه او د نفتي توکو د ازمایښت کړنلارې تصویب شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۲:۳۰
د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه ترسره شوه او ۵۷ سټنډرډونه او د نفتي توکو د ازمایښت کړنلارې تصویب شوې

۲۴_ذوالحجه_۱۴۴۶هـ.ق

نن د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ او د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم، ددې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د اړوندو ادارو مرستیالانو، رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او د اړوندو برخو تخنیکي مسئولینو په ګډون د مرمرین قصر په ماڼۍ کې ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې الحاج ملا عبدالغني برادر د سټنډرډ عالي شورا له دوامداره هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې سټنډرډونه د ملي اړتیاوو پر بنسټ د روڼو پالیسیو جوړولو لپاره حیاتي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې اقتصادي ثبات د کیفیت له تضمین او د معیارونو له رعایت پرته ممکن نه‌دی. نوموړي سټنډرډونه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د خلکو د روغتیا، خونديتوب، د صادراتو پراخولو او د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي لپاره اساسي اړتیا وبلله.

الحاج ملا عبدالغني برادر پر دې هم ټینګار وکړ چې د سټنډرډونو دقیق تطبیق د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي.

وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د تېرو فعالیتونو، په ځانګړي ډول د نفتي توکو د سټنډرډونو پر مسوده مفصل تخنیکي راپور وړاندې کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم له مخې، په تېرو لسو کاري ورځو کې څلور تخصصي ناستې ترسره شوې او اړوند اسناد په دقیق ډول وڅېړل شول.

هغه وویل چې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اغزمین ګامونه ترسره شوي، چې دا به د کیفیت په ښه‌والي او د مصرفوونکو په خوندیتوب کې مهم رول ولوبوي.

د غونډې په لړ کې د شورا غړو د ۶ سټنډرډونو او ۵۱ د ازمایښت کړنلارو ارزونه وکړه او تصویب یې کړل.

دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.

په پای کې، د سټنډرډ عالي شورا رئیس د تصویب شویو سټنډرډونو د تطبیق، کنټرول او څارنې پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې د بې‌کیفیته وارداتو د مخنیوي لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.

همداراز پرېکړه وشوه چې د تصویب شویو سټنډرډونو د پلي کولو لپاره پرېکنده ګامونه واخیستل شي او له اړوندو ادارو سره به لازمه همغږي رامنځته شي.

غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه ترسره شوه او ۵۷ سټنډرډونه او د نفتي توکو د ازمایښت کړنلارې تصویب شوې