د سټنډرډ عالي شوری غونډه

admin_omid
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۵:۳۶
د سټنډرډ عالي شوری غونډه

د سټنډرډ عالي شوری (۲۵مه) غونډه د (۱۳۹۸هـ ش) کال د چنګاښ میاشتې په (۹مه) نېټه د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال او د سټنډرډ عالي شوری د رییس په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې په بندرونو کې د ساختماني موادو د لابراتوارونو د ازمایښت په طرزالعمل، د سټنډرډونو په تدوین او ترویج او په (۳۹) نورو ملي سټنډرډونو باندې بحث وشو.

د دغې غونډې په پیل کې د سټنډرډ عالي شوری رییس د شوری غړو ته د سټنډرډ جوړونې د قانون په رڼا کې د سټنډرډ عالي شوری پر رول او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي د غونډې ګډونوالو ته په څلورو برخو کې د ملي سټنډرډ ادارې د تېرو څلورو میاشتو د کار او فعالیتونو راپور وړاندې کړ. ښاغلي صدیقي د دې ادارې د وروستۍ میاشتې له لاسته راوړنو لکه؛ د حقوقي چارچوب تقویت، پلان جوړونه، د سېسټم جوړونې مدیریت، د ظرفیت لوړوالی او د غوره خدمتونو وړاندې کول او له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو پر پراخولي خبرې وکړې.

پر دې سربېره یې د پنځه کلن ستراتژیک پلان تعریف او پر هغه د عمل پلان، د مټرولوژي قانون چمتو کول، په بندرونو کې د ساختماني او توریدي موادو د لابراتوارونو د ازمایښت د طرزالعمل چمتووالی، د الکټرونیکي حاضرۍ را منځ ته کول، په ملي سټنډرډ اداره کې د ښځینه مامورینو ګمارل او په دغه اداره کې د قراردادونو د نهايي کولو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او په خبره یې چې له ساختماني لابراتوارونو د ازمایښت له طرزالعمل څخه یې موخه په هېواد کې د ساختماني موادو له کیفیت د ډاډ ترلاسه کول دي چې په (۱۹) مادو کې چمتو او تنظیم شوي دي.

د دغې غونډې په اوږدو کې ګډونوالو طرزالعمل د اصطلاحاتو له شکلي اړخه، موخې، تګلارې، د تطبیق ساحه او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وکړ چې په پای کې دغه طرزالعمل د تایید وړ وګرځېد او دا پرېکړه وشوه چې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي کمېټه د ښار جوړونې وزارت معین، اقتصاد وزارت معین، د ښاروالۍ استازي او د خصوصي سکټور د استازي په ګډون به په غونډه کې یاد شوي اصطلاحات د دغه طرزالعمل په متن کې منظم کړي.

له دې سره سره د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو د تدوین رييس د سټنډرډونو د تدوین او ترویج او د (۳۹) سټنډرډونو د تدوین په اړه په غونډه کې خبرې وکړې او په وینا یې چې د دې طرزالعمل له تطبیق څخه یې موخه د ملي سټنډرډونو چمتووالی، انکشاف او تدوین او د هغه زده کړه او ترویج دی.

یاد طرزالعمل او (۳۹) سټنډرډونه چې مخکې د تخنیکي کمېټې په وسیله نهایي شوي وو، زیاتره سټنډرډونه د سوند، خوراکي، ارایشي او تولیدي موادو وو. د شوری د غړو نظرونه د منلو وړ وګرځېدل او لارښوونه ورته وشوه، څو د دې طرزالعمل په متن کې اصلاحي وړاندیزونه ځای پر ځای کړي.

د غونډې په پای کې د سټنډرډ عالي شوری رییس لارښوونه وکړه، څو د سټنډرډ ملي اداره د لابراتوارونو د فعالیت د همغږۍ په برخه کې ځانګړې طرحه چمتو او د سټنډرډونو د تطبیق له راپور سره یې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ عالي شوری غونډه