د سټنډرډ ملي اداره د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په پار په کابل ولایت کې یو تولیدي فابریکه تر څارنې لاندې ونیوله

ihsan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۳۷
د سټنډرډ ملي اداره د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په پار په کابل ولایت کې یو تولیدي فابریکه تر څارنې لاندې ونیوله

سټنډرډ ملي ادارې د جهان فولاد په نوم یوه تولیدي فابریکه چې په صنعتي پارکونه موقعیت لري، تر څارنې لاندې ونیوله ددې ادارې څارنیز هیئت د یادې فابریکې د تولید ډول، د تولید ظرفیت او د سټنډرډونو مراعتول تر څارنې لاندې ونیول.

یادې فابریکې ته چې بیلابیل میخونه، ازغن تار، جستي تار او دې ته ورته توکي تولیدوي، سپارښتنه وشوه چې خپل تولیدات د کورنیو معیارونو سره سم عیار کړي.

ددې څارنې څخه موخه په هېواد کې د تولیداتو معیاري کول، د کورنیو تولیداتو پیاوړي کول او د کیفیت د کچې لوړل دي. سټنډرډ ملي اداره له ټولو کورنیو سوداګرو او پانګوالو غواړي چې د ملي سټنډرډونو سره سم سالمه سوداګرۍ او کاروبار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په پار په کابل ولایت کې یو تولیدي فابریکه تر څارنې لاندې ونیوله