د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

admin_omid
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۸ - ۱۲:۱۶
د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

د سټنډر ملي ادارې د مارچ اتمه (د ښځو نړیواله ورځ) د روان لمریز کال د کب په دولسمه (چهارشنبې ورځ) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د انسا د مشرتابه، رییسانو، کارکوونکو او یو شمېر مېلمنو په حضور کې ونمانځله.

مراسم د معمول له مخې، د قرآن کریم په څو مبارکو ایتونو او د ملي سرود په خپراوي پیل شول.

په پيل کې، د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست دوکتور محمد موسی علَمي د نړۍ او افغانستان، په ځانګړې توګه، د انسان ښځینه کارکوونکو د ښځو نړیوالې ورځې له امله مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې پدې اداره کې به د ښځینه کارکوونکو د برخې زیاتولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کوي. ښاغلي دوکتور علَمي د مارچ اتمې د تاریخچې لنډه یادونه وکړه وې ویل چې اسلام ۱۴ پېړۍ مخکې په ټولنه کې د ښځو اهمیت روښانه کړی او په اسلامي تاریخ کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه د پام وړ دي. نوموړي په هېواد کې په ډېرو برخو کې د ښځو د ناوړه وضعیت او محرومیت له امله اندېښنه وښوده زیاته یې کړه چې ټول باید پدې برخه کې د ښځو ملاتړ وکړي.

ورپسې، د انسا تخینکي مرستیال پوهنیار خواجه جاوید صدیقي په سیاسي، اقتصادي، جنسیتي او ټولنیز ډول د ټولنې د طبقاتي کېدو له امله اندېښنه وښوده زیاته یې کړه چې په ټولو برخو کې د ښځو د رول پياوړي کولو په برخه کې هلو ځلو ته دوام ورکوي. پوهنیار صدیقي په هېواد کې ناوړه دودونو ته په اشارې وویل چې د اسلام د سسپېڅلي دین په نوم له ښځو سره د ارزښتونو خلاف چلند کیږي او له اسلامي ارشاداتو د ناوړه تفسیر له امله ښځې په ډېرو برخو کې له خپلو حقونو بې برخې دي. ښاغلي صدیقي د خبرو په پای کې د ښځو نړیوالې ورځې له امله ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د انسا ښځينه کارکوونکو ته مبارکي وویله او دوی ته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

د مراسمو په لړ کې، د انسا د جنډر سرپرستې فروزان قیصاري د مارچ اتمه په نړیواله کچه د برابرۍ، انساني ازادۍ او خپلو حقونو ترلاسه کولو ورځ وبلله زیاته یې کړه چې دغه ورځ کولای شي د ټولو پام د ښځو د ژوند غوره شرایطو، حقونو او انساني ازادۍ ته راواړوي. اغلې قیصاري د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د ښځو د ودې لپاره خپله پاملرنه ډېره کړي.

ورپسې د انسا د بشري منابعو کارکوونکې خالدې شینوارې د ښځو د حقونو یادونه وکړه او د ښځو پر وړاندې توپيري چلند یې د ناپوهۍ زېږنده وبلله. هغې د تېرو څه کم اتلسو کلونو په ترڅ کې د ښځو د لاسته راوړنو او ساتنې یادونه وکړه وې ویل چې ښځې لا هم زیاتو مبارزو ته اړتیا لري څو په بېلابېلو برخو کې مطلوب وضعیت ته ورسیږي.

د مراسمو په لړ کې د سټنډرډ ملي ادارې د بېلابېلو برخو مسوولینو او کارکوونکو د ښځو د حقونو په تړاو د شته چلنجونو او فرصتونو یادونه وکړه او د ښځې مقام ته د شعر په ژبه هم روښانه شو.

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) نوې رهبري د ښځو حقونو ته ژمنه ده او پدې اداره کې د ښځو رول پياوړي کولو په موخه د کاري فرصتونو برابرولو کې عملي پروګرامونه په پام کې لري. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله