د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ جوړونې، مټرولوژۍ او تصدیق پاڼو اژانس تر منځ انلاین ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۳:۵۲
د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ جوړونې، مټرولوژۍ او تصدیق پاڼو اژانس تر منځ انلاین ناسته ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ جوړونې، مټرولوژۍ او تصدیق پاڼو اژانس تر منځ انلاین ناسته ترسره شوه چې د دې ادارې لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل، د تخنیکي ریاست عمومي رییسې ساناز سلیمي، د پلان او پالیسۍ رییس رحمت الله ولي، د مټرولوژۍ امر رضا خادمي او د ازبکستان د سټنډرډ جوړونې، مټرولوژۍ او تصدیق پاڼو اژانس مشر په کې ګډون درلود. په دغه ناسته کې په دوه اړخیزه تخنیکي همکاریو بحث او نظرونه وړاندې شول.

د دغې ناستې په پیل کې د کیفیت ملي بنسټ په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا په څرنګوالي، په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې د تخنیکي خنډونو د له منځه وړلو، د محصولاتو له تعویض د ډاډ ترلاسه کول او د خلکو پر ژوند او روغتیا د هغو مصونیت، د محصولاتو د مطابقت ارزونې د پایلې د پېژندنې په موخه د یوه قانوني اساس د ایجاد لپاره تمایل، د ملي او نړیوالو پېژندل شوو اصولو او ضوابطو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د سټنډرډ جوړونې او مټرولوژۍ په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وشو چې له نېکه مرغه دواړو لورو د تخنیکي همکارۍ په برخه کې علاقه وښوده چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.

د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک موخه د لورو ترمنځ د همکارۍ برابرول په ځانګړې توګه د سټنډرډ جوړونې او د مطابقت ارزونې د پایلو پېژندل او مټرولوژي ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ جوړونې، مټرولوژۍ او تصدیق پاڼو اژانس تر منځ انلاین ناسته ترسره شوه.