د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۹
د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

یکشنبه

۱۲/سلواغه/ ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک په تړاو چمتو شوو مراسمو کې د ستنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې لوی رییس سید زمان هاشمي، ملي سوداګر رحیم ګردیزي، د دواړ ادارو مرستیالانو، د رسنیو استازو او لسګونه نورو اړونده مسوولینو برخه لرله.

په دغه مراسمو کې ښاغلي احمدزي و ویل چې د دغه هوکړه لیک موخه په هېواد کې سوداګرو ته د اسانتیا را منځ ته کول دي چې له مخې یې د دغو دواړو ادارو تر منځ همغږي او همکاري پراخه کېږي او په هېواد کې د سوداګرو پر ستونزو، سوداګرۍ، تولید، صادراتو او وارداتو نېغ مثبت اغېز پرې باسي.

د دې ترڅنګ ښاغلي هاشمي د ستنډرډ ملي ادارې پر ارزښت خبرې وکړې او په وینا یې چې د دې ادارې فعالیتونه او چارې په هېواد کې د خلکو په ورځني ژوند او روغتیا د پام وړ اغېز لري. هغه زیاته کړه دغه هوکړه لیک د سوداګرو لپاره د اسانتیا زمینه برابروي او له دې وروسته سوداګر کولای شي چې خپلې ستونزې له واحدې سرچینې سره شریکې او حل کړي.

د دغو مراسمو په اوږدو کې د سوداګرۍ او پانګونې د لوی ريیس ښاغلي هاشمي او د انسا ادارې د تخنیکي مرستیال مطیع الله ځلاند له خوا د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.