د سټنډرډ ملي ادارې او د سوداګرۍ نړیوال مرکز (ITC) ترمنځ په انلاین بڼه غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۹:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې او د سوداګرۍ نړیوال مرکز ITC ترمنځ په انلاین بڼه غونډه ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې او د سوداګرۍ نړیوال مرکز

(ITC) تر منځ په انلاین بڼه غونډه ترسره شوه. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل، د سټنډرډ ملي ادارې او د سوداګرۍ نړیوال مرکز (ITC) لوی سلاکار خیمراج رامفول، د خوړو څانګې مسوول بانو نیکولای، په دغه مرکز کې د چاپېریال سلاکار صدیق الله مجددي، د انسا ادارې تخنیکي عمومي رییسې اغلې ساناز سلیمي، د پلان او پالیسۍاو د مطابقت ارزونې رییسانو په کې برخه لرله.

ښاغلي زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې د پروګرامونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او د یادو پروګرامونو په عملي کولو کې یې د دغه مرکز د لا زیاتو همکاریو په لرلو ټینګار وکړ. په دغه ناسته کې له سوداګرۍ نړیوال مرکز سره د انسا ادارې د اړیکو په پیاوړي کولو او په دې برخه کې د دغه سازمان په لا همکاریو بحث او نظرونه وړاندې شول.

همدارنګه ژمنه وشوه چې دغه سازمان به د مټرولوژي لابراټوار، سټنډرډ جوړونې، د سرټیفکشن پروسې، د زده کړیزو پرګرامونو ترسره کولو او د انتشاراتو په برخه کې همکاري ولري.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان اقتصادي او نړیوال مرکز دی چې د لا ډېرو سوداګریزو فعالیتونو په وړاندې کولو کې د اسانتیا راوستلو په موخه په نړیواله کچه فعالیت لري چې په افغانستان کې د صادراتو د ملي سټراتیژۍ په پلي کولو کې فني او سوداګریزې نږدې همکارۍ لري.

د یادونې وړ ده چې د سټنډرډ ملي اداره د دغې ملي سټراتیژۍ په پلي کولو کې د نورو دخیلو ادارو ترڅنګ مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د سوداګرۍ نړیوال مرکز (ITC) ترمنځ په انلاین بڼه غونډه ترسره شوه.