د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې د ګمرکونو له لوی رییس سره لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۸:۵۳
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې د ګمرکونو له لوی رییس سره لیدنه وکړه.

۲۳/چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې ساناز سلیمي د ګمرکونو عمومي رییسې امنې احمدي سره لیدنه وکړه. دغه ناسته چې د انسا ادارې او ګمرکونو لوی ریاست تر منځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه ترسره شوه، د دواړو ادارو تخنیکي استازو هم په کې برخه لرله.

دوی دواړو د صلاحیتونو او د دنده ییز تداخل او صلاحیتونو د جوړښت او تنظیم پر کمي او کیفي مثبتو بدلولونو بحث او نظرونه وړاندې کړل. د دې ترڅنګ د انسا ادارې له خوا ترتیب شوی هوکړه لیک د اغلې سلیمي له خوا د مطالعې او سالمو نظرونو د وړاندې کولو په موخه د ګمرکونو رییسې ته وړاندې شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ هېوادوالو ته د فعالیتونو د ترسره کولو په برخه او چوپړیاو کې د اسانتیاو په رامنځ ته کولو سره به مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې د ګمرکونو له لوی رییس سره لیدنه وکړه.