د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې له څانګې لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۴
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې له څانګې لیدنه وکړه.

۱۹/ وری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلی مطیع الله ځلاند ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ادارې له ولایتي څانګې لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار څانګې له کارکوونکو سره د دوی پر فعالیتونو خبرې اترې وکړې.

د دې ترڅنګ ښاغلي ځلاند د دې ولایت د والي صیب ضیالحق امرخیل سره لیدنه وکړه چې په دې لیدنه کې د سټنډرډ ملي ادارې پر فعالیتونو، لاسته راوړنو او ارزښت خبرې وشوې او د سټنډرډ ادارې د ولایتي څانګې ستونزې یې ورسره شریکې کړې. همدارنګه نوموړي د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ له مرستیال صدیق الله جبارخېل سره هم لیدنه وکړه چې د ننګرهار د سټنډرډ آمریت لپاره د یوې ځمکې د تخصیص موضوع یې ورسره شریکه کړه.

د دې سفر په پای کې ښاغلي ځلاند د ننګرهار د سوداګرۍ خونې او د سمنټو اتحادیې له غړو او دغه راز له سوداګرو سره بېلا بېلې لیدنې درلودې چې د هغوی شکایتونه یې واورېدل او په حل لارو یې بحث وکړ. د دې ترڅنګ د آمریت په چارو کې یې د فاسدو اشخاصو د موضوع په تړاو له مرکز څخه راغلي پلاوي ته دنده وسپارله.

ننګرهار ولایت ته د دې ادارې د تخنیکي مرستیال د سفر موخه د ولایتي څانګې د چارو او فعالیتونو له نږدې څاروو چې په لړ کې یې یادو کارکوونکو ته د چارو او فعالیتونو په تړاو لازمې سپارښتنې ورکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال په ننګرهار ولایت کې د دې ادارې له څانګې لیدنه وکړه.