د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د شهر اتفاق په نوم د بخارۍ جوړونې له یو شرکت څخه چې د کابل ولایت دشت برچي سیمې - د شهیدانو څلورلارې، په اتفاق ښارګوټي کې موقعیت لري، څارنه ترسره کړه.       

دا بهیر د اړوندو سټنډرډونو د تطبیق، ملي صنایع د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د کیفیت معیاري کولو په موخه ترسره شوه چې په دوامداره توګه به دوام ولري.

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې موظف شوی هیئت چې د ارزونې او مطابقت ریاست، د کیفي تصدیق‌ پاڼو د ویش ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو ریاست له کارکوونکو څخه جوړ شوی و، د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو د تطبیق څرنګوالی یې تر څارنې لاندې ونیوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د بخارۍ جوړونې کارخونو د څارنې بهیر په هېواد کې د ملي صنایعو د پیاوړتیا په موخه دوام لري