د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو خوړو د ملي سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۶
د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو خوړو د ملي سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه د اړوند کمیټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د "د حلالو حیواناتو لپاره د خوراکي توکو سټنډرډ" او ددې ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د یاد سټنډرډ تخنیکي ټکي وڅېړل شول او په پایله کې یې یاد سټنډرډ وروستی شو.

دا سټنډرډ هغه اساسي شرایط ټاکي، چې د حلالو حیواناتو د خوراک لپاره د خامو توکو څخه تر وروستني محصول پورې، د اسلامي احکامو پر بنسټ په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو د تجهیزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د قرارداد ورکولو پریکړې اعلان په اړه؛

د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفیت تصدیق پاڼو تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې قرارداد، د اندورا متاء محترم تجارتي شرکت ته، چې د جواز شمیره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز د تدارک اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د (۱۲۰۰۰) کیلو ګرامه مایع ګاز د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۴:۴۹
Background image

سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بېرته ایران ته ولېږدول

فراه ۷۸ میل بندر- ۱۴۰۴ سنبله، ۱۶مه

د سټنډرډ ملي ادارې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو محموله نوع نبشي ټي چینل اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۲۳ ټنه کیده، د ملي سټنډرډونو خلاف. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو خوړو د ملي سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه