د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو سټنډرډونو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۹:۵۷
د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو سټنډرډونو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

دغه غونډه د اړوند کمېټې د رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې په تخنیکي تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د حلالو څارویو لپاره د خوړو او خوراکي توکو سټنډرډ او د اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله وشوه. دغه سټنډرډ هغه اساسي شرایط ټاکي چې د خوړو د چمتو کولو یا تولید له مرحلې (له خامو توکو څخه تر وروستیو محصولاتو پورې) د حلالو څاریو لپاره د اسلامي احکامو پر اساس په پام کې نیول شوي دي.

حلال سټنډرډونه د یو نړیوال سټنډرډ په توګه د پاکو، صحي او د اسلامي شریعت سره سم د خوړو د کیفیت استازیتوب کوي او د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو ترمنځ د محصولاتو او خوراکي صنایعو د تبادلې په پراختیا کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د حلالو سټنډرډونو د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه