د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه

د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په تخنیکي تالار کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او تخنیکي غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دوو ملي سټنډرډونو مسودې — د چای او قهوې سپینونکی مایع او فوري آش له هر اړخه تر تخنیکي بحث او ارزونې لاندې ونیول شول. د کمیټې غړو خپل تخصصي نظریات وړاندې کړل او د محتوا د ښه ‌والي، کیفیت لوړولو او د سټنډرډونو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ددې ډول تخنیکي غونډو په جوړولو سره هڅه کوي چې د خوراکي توکو د محصولاتو د معیاري‌کولو زمینه پراخه کړي او د کیفیت د تأمین له لارې د ټولنې په روغتیا او خوندیتوب کې ارزښتناک رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د تدوین غونډه جوړه شوه