د سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش نوی امر معرفي شو

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۲:۱۸
د سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش نوی امر معرفي شو

محترم مولوي محمد حنیف د  سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش د امر په توګه رسماً معرفي شو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري د معرفۍ په مراسمو کې د دې ادارې د مطابقت او ارزونې  رئیس محترم مفتي فضل الرحمن منصور او د اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. د  سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئيس محترم مولوي بدري د مولوي محمد حنیف  د تقرر فرمان د لوستلو پر مهال په دولتي بستونو کې تغير او تبديل يو مهم اصل وباله او مولوي محمد حنيف ته يې په چارو کې د برياليتوب هيله وکړه.مراسم د مفتي فضل الرحمن منصور په تلاوت سره پای ته ورسېدل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د داخلي تفتیش نوی امر معرفي شو