د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵۴
د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه د د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوندې کمیټې رئیس او د غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د حلالو درملو د سټنډرډ – لومړۍ برخه: عمومي اړتیاوې او نورو مهمو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

حلال درمل هغو درملو، تغذیوي بشپړونکو او روغتیایي محصولاتو ته ویل کېږي چې د اسلامي حلالو اصولو او مقرراتو مطابق تولید شوي وي. دا سټنډرډونه ډاډ ورکوي چې درمل او تغذیوي بشپړونکي د اسلامي شریعت، علمي معیارونو او صحي اصولو مطابق تولید شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د درملو او سینګار توکو تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه