د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۴۱
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د اداري او مالي چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، د رئیسانو او اړوند برخو مسئولینو په ګډون سره د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف لخوا د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.


په پیل کې الحاج ملا فیض الله تمیم د چارو د ارزښت، همکارۍ، همغږۍ او د بیلابیلو برخو ترمنځ د بشپړې همغږۍ او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د تېرو غونډو د پریکړو او مصوبو د اجراآتو په اړه ډاډ ورکړ او د بیلابیلو برخو ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
ورپسې د غونډې د اجنډا سره سم د سټنډرډ ملي ادارې له سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالي او له هغو څخه د موثرې ګټې اخیستنې، د کیفی تصدیق پاڼو د ویش د کړنلارو وروستۍ کولو، راتلونکي کال کې د تصدیق پاڼو په پروژې باندې کار کولو، د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د ۱۴۰۴ مالي کال بودیجوي اړتیاوو، د پرمختیایي پروژو پلي کولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله وشوه.

په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په چټکۍ او د چارو په شفافیت ټینګار وکړ او د بیلابیلو برخو لپاره یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ هیئت غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په مشرۍ جوړه شوه