د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۳۳
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.

۱۵/لړم/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه د دې ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ ترسره شوه چې مرستیالانو، سلاکارانو او اړونده رییسانو او کارکوونکو په کې برخه درلوده.

په پیل کې ښاغلي احمدزي د ادارې په چارو کې د پرمختګ پر څرنګوالي هر اړخیزه خبرې وکړې او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې بحث وکړ. نوموړي د راتلونکي( ۱۴۰۰) کال د پروژو د عملي کولو پر طرحه او د نورو هېوادونو له سټنډرډ ادارو سره د انسا ادارې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د دې ترڅنګ په تېره اونۍ کې د عوایدو د زیاتوالي یادونه وشوه او د ولایتي څانګو په چارو کې د نظم او شفافیت په موخه اړینې لارښوونې وشوې.

دغه راز رییسانو او کارکوونکو د تېرې اونۍ راپورونه او راتلونکي کاري پلانونه وړاندې کړل او د دوی ستونزو ته پر وخت د رسیدګۍ په تړاو یې له رهبرۍ مننه وکړه.

د غونډې په پای کې ښاغلي احمدزي اړونده برخو ته دنده وسپارله، څو په خپلو دندو کې ځیرک اوسي او د چارو او فعالیتونو د غوراوي په برخه کې یې د یو شمېر تګلارو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.