د سټنډرډ ملي ادارې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) کمیټې غونډه د بېلابېلو وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون سره ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۹
د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) کمیټې غونډه

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې رئیس مولوي شیر آغا جالب، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د کرنې وزارت، د کانونو وزارت، د ټرانسپورټ وزارت، د کور او ښار جوړونې وزارت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د عدلیې وزارت، د ټولګټو وزارت، د چاپېریال ساتنې اداره، د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د اړوندو برخو مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په پیل کې د اجنډا سره سم، د تخنیکي خنډونو د تفاهم لیک اغېزې د مخ پر وده هېوادونو لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د کارپوهانو لخوا وړاندې شوې او په ګټو یې هر اړخیز بحث وشو.

په غونډه کې ګډونوالو د تخنیکي مقرراتو، شته ستونزو، د حل لارو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل او خپل وړاندیزونه یې شریک کړل.

وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې رئیس مولوي شیر آغا جالب، د ادارو او وزارتونو ترمنځ د لازمي همغږۍ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې سټنډرډ ملي اداره د سټنډرډونو په برخه کې د څېړنو او نظارت، د ستونزو حل او د سوداګرۍ په برخه کې د اړینو آسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.

په پای کې د وزارتونو او امارتي ادارو استازو د اړوندو مقرراتو او کړنلارو د تطبیق په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه او پرېکړه وشوه چې د سوداګرو لپاره د سټنډرډونو په اړه د عامه پوهاوي لپاره غونډې او ورکشاپونه جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) کمیټې غونډه د بېلابېلو وزارتونو او اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون سره ترسره شوه