د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۱:۴
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

۵/ لړم/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل په مشرۍ ترسره شوه. په دغه غونډه کې د دې ادارې د اړونده برخو مسوولینو او کارکوونکو برخه درلوده.

د غونډې په پیل کې ښاغلي زیارمل د کیفیت تصدیق لیکونو پر روانې پروسې خبرې وکړې او د دې پروسې د چټکیا سپارښتنه یې وکړه. د هغه په وینا ژر تر ژره باید د تصیدق لیکونو د وېش پروسه پیل شي، څو افغاني تولیدي کمپنۍ او شرکتونه د سټنډرډ ملي ادارې د تصدیق لیک پر بنسټ په معیاري توګه خپل محصولات کورني او نړیوال بازار ته وړاندې کړي.

نوموړي د دې ترڅنګ د برښنا، مټرولوژۍ، لابراټوارونو، مطبوعاتو او یو شمېر نورو اړوندو برخو د کاري طرحو او پروسې په تړاو بحث وکړ او اړونده مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، څو په ټاکلو برخو کې خپلې کاري طرحې چمتو او له مخې یې فعالیتونه چټک کړي.

په غونډه کې د شکایتونو د اورېدلو او حل پر یوه کمېټه بحث وشو چې پر بنسټ به یې دغه کمېټه ایجاد او د شکایتونو پر څېړلو به کار کوي. د دغې کمېټې ګټه د کارکوونکو ستونزو ته په وخت رسیدګي او دغه راز په اداره کې پر ټولو چارو څار او د همکارۍ او همغږۍ ایجاد دی. د دې ترڅنګ د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په برخه کې د ځانګړو پروګرامونو د جوړولو په هکله هم بحث وشو چې د ټاکلي پروګرام له مخې به د ادارې د ننه کارکوونکو ته د تخصصي اشخاصو له لوري په اړوندو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

په همدې توګه د مرکزي لابراټوارونو فعالیت، د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او له اداري فساد سره د مبارزې په اړه هم جدي بحثونه ترسره شول او ښاغلي زیارمل خبرداری ورکړ چې له اداري فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري او په هېڅ ډول به چاته اجازه ورنه کړي چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي.

د غونډې په پای کې د یوې ابادې او پرمخ تللې ادارې لپاره هر اړخیزه ژمنه وشوه او د دې ادارې په تړاو د یوه کلي پرېزنټېشن د جوړولو هوډ ترسره شو چې له مخې به یې انسا اداره لا وځلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.