د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۱:۴۹
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.

۲/ زمری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دې ادارې د تخنیکي عمومي رییسې اغلې ساناز سلیمي په مشرۍ ترسره شوه. په دغه غونډه کې رییسانو، سلاکارانو او اړونده مسوولینو برخه لرله.

اغلې ساناز د ادارې د ارزښت په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې او په وینا یې د بریا ترلاسه کول بدلون ته اړتیا لري چې په وینا یې بنسټیز بدلونونه د ژمنتیا، همکارۍ او ګډ کار پر اساس را منځ ته کېږي او په هېواد کې د کیفیت ملي بنسټ په برخه کې لوړو موخه ته د رسېدلو لپاره ګټور کار او په اغېزناک ډول د چارو ترسره کول دي.

په دغه غونډه کې د مدیریت کیفي سېسټم د تصدیق پاڼو د وېش پروسې د فعاله کولو، پیریدونکو ته د چوپړتیاو د وړاندې کولو په موخه د پیریدونکو د مرکز ایجاد، د اړتیاو په بنسټ د سټنډرډونو تدوین، د پوهنتونونو زده کړیالانو ته د زده کړیزو پروګرامونو وړاندې کول، د لابراټوارونو کالبریشن او اکرېډېشن، د کورنیو او نړیوالو پروګرامونو ترسره کول او دې ته ورته په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه.