د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې ریاست د نفتي توکو ټانکونو، د پلور مرکزونو او د نفتي توکو زېرمو څارنې دويم پړاو د پيل لپاره لازم چمتووالى نيولى دى.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۹:۵۸
د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې ریاست د نفتي توکو  ټانکونو، د پلور مرکزونو او د نفتي توکو زېرمو څارنې دويم پړاو د پيل لپاره لازم چمتووالى نيولى دى.

غونډه چې د سټنډرډ ملي ادارې په مطابقت او ارزونې ریاست کې د پمپ سټېشنونو او د تېلو د زېرمو د څارنې دویم پړاو د پیل په موخه جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس  مفتي فضل الرحمن منصور , لابراتوارونو آمر ملا زبیر سعد ګډون په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو ګډون کړی و. دغه غونډه د نفتي توکو د معیاري کولو او د هېواد په بازارونو کې د بې کیفیته نفتي توکو د پلور د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه. د غونډې په دوام کې پرېکړه وشوه، چې د څارنې بهیر دې ژر تر ژره د یوه شفاف میکانیزم او عملیاتي پلان له مخې له اصولو او قوانینو سره سم پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې ریاست د نفتي توکو ټانکونو، د پلور مرکزونو او د نفتي توکو زېرمو څارنې دويم پړاو د پيل لپاره لازم چمتووالى نيولى دى.