د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بیلابیلو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره په دوامداره توګه وړاندې کېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۸
د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بیلابیلو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره په دوامداره توګه وړاندې کېږي*

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د چارو اداري، د انرژۍ او اوبو وزارت، د اقتصاد وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کابل نړیوال هوایي ډګر او د افغان آریانا هوایي شرکت د ۸ وسایطو د سون توکو د لګښت معیار ټاکلی دی.

د دې ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي او فني مسئولین په پرله ‌پسې ډول هڅه کوي چې د وسایطو، تجهیزاتو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف دقیق معیارونه تثبیت کړي.

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بې ځایه لګښتونو مخنیوی کوي او د مالي او اقتصادي سرچینو د اغېزناک کارونې په برخه کې خورا مهم دي.

د مصرفي نورمونو ټاکل،
د معیاري کولو او سپما په برخه کې مثبت ګام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د هېواد د سرچینو د ښه مدیریت لپاره په پرله ‌پسې ډول روان دي

د معیار او کیفیت ادارې د نورم تثبیت ریاست تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د بیلابیلو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره په دوامداره توګه وړاندې کېږي