د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیو د رنګمالۍ پروژې د اعلان په اړه

org_admin
د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیو د رنګمالۍ پروژې د اعلان په اړه

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

سټنډرډ ملي اداره ټول هغه داوطلبان چې قانوني شرایط لري، دعوت کوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ودانیو د رنګمالۍ پروژې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطنامې اړوند معلومات وړیا د یو فلش ډیسک (USB) له لارې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.

وړاندیزونه باید د شرطنامې د شرایطو سره سم، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې، په سرپټه لفافه کې، د اعلان له نېټې څخه د ۲۱ تقویمي ورځو په موده کې، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې په سرک نو، د صنعتي ښارګوټي، د کابل – جلال‌آباد د لویې لارې ته نږدې موقعیت لري، وسپارل شي. ناوخته رسیدلي او یا د انټرنټ له لارې لیږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین باید د بانکي تضمین په شکل، ۳۵۰۰۰ افغانۍ (پنځه دېرش زره افغانۍ) وي.

د وړاندیزونو د خلاصولو غونډه به د اعلان له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې په درېیم منزل کې، د تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.

Documents

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیو د رنګمالۍ پروژې د اعلان په اړه

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۲۲ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت ادارې، تدارکاتو آمریت
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غوړیو (روغنیاتو) او فلټرونو چمتو کول؛

د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غوړیو (روغنیاتو) او فلټرونو د چمتو کولو او تدارک په پروسه کې ګډون وکړي.

د شرطنامې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۳ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت ادارې، تدارکاتو آمریت
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو پروژه

د معیار او کیفیت اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۵۷ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت ادارې، تدارکاتو آمریت
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ډیزل او پټرول تېلو چمتو کول

د معیار او کیفیت اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳۹۹۶۸) لیټره ډیزل تېلـو (L02-62) او (۴۳۳۲۰) لیټره پټرول تېلو (A-92) د تدارک په پروسه . . .

Back to tenders

د سټنډرډ ملي ادارې د ودانیو د رنګمالۍ پروژې د اعلان په اړه