د سټنډرډ ملي ادارې د پی‌وی‌سي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۲
د سټنډرډ ملي ادارې د پی‌وی‌سي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه

سټنډرډ ملي اداره ټولو هغه داوطلبانو ته چې قانوني شرایط ولري بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ادارې په بېلابېلو څانګو کې د پی‌وی‌سی پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي. داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې معلومات د یو فلش ډیسک (USB) له لارې، وړیا، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.

وړاندیزونه باید د شرطنامې د شرایطو سره سم، د تدارکاتو د قانون او لایحې په چوکاټ کې، سرپټي (مهر) پاکت کې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ تقویمي ورځو پورې، د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته چې د د کابل- جلال‌آباد لویې لارې، صنعتي ښارګوټي، سرک نو په سیمه کې موقعیت لري، وسپارل شي. ناوخته رسېدلي او د انټرنټ له لارې لېږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د تضمین پیسې باید د بانکي تضمین (Bank Guarantee) په بڼه، ۳۵۰۰۰ افغانۍ (پنځه دېرش زره افغانۍ) وي. د وړاندیزونو د خلاصولو ناسته به د اعلان له نېټې څخه ۱۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې د درېیم پوړ په تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.

Documents

د سټنډرډ ملي ادارې د پی‌وی‌سي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د پی‌وی‌سي پارتېشنونو او دروازو د جوړولو د داوطلبۍ د اعلان په اړه