د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۲۵
د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکرو لابراتور څلورو بستونو رقابتي آزموینه ترسره شوه، دا ازموینه د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د پلان او پالیسي رئیس مفتي محمد حامد، د بشري سرچینو امر مفتي فضل الرحمن منصور، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د استازو او د اړوند برخو د مسؤلینو په ګډون سره پای ته ورسیده.

پدې آزموینه کې د یاد بست لپاره په لسهاوو تنو په شرایط برابرو کسانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، چې له نېکه مرغه د کارغوښتونکو د شارټ لیسټ کولو پروسه او آزموینه په کره او عادلانه ډول خلاصه شوه.

سټنډرډ ملي اداره ددې ادارې د جوړښت لپاره مسلکي او په کارپوه کسانو ګمارلو ته ژمنه ده او د وړ کسانو ګمارنه د ازادې سیالۍ له لارې تشو بستونو ته دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د ځینې تشو بستونه ازموینه د ازادې سیالۍ له لارې واخیستل شوه