د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.

ihsan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۲۱
د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.

د سټنډرډ ملي ادارې د پیمان په نامه د بطریو د تولید له یو خصوصي شرکت څخه چې د کابل- جلال آباد لوې لارې، د پلچرخي صنعتي پارکونو، د کابل پکتیا کوټ کې واقع دی تر څارنې لاندې ونیو. دا پروسه د سټنډرډونو د تطبیق، د کیفیت ملي بنسټونو د پياوړتیا او د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو په موخه ترسره کیږي، چې په دوامداره توګه به دوام ولري.

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې هیئت د مطابقت او ارزونې ریاست، د کیفي تصدیق پاڼو ریاست او د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډ‌ونو د جوړولو او ترویجولو ریاست څخه جوړ دی چې د یاد شرکت د تولیداتو کیفیت او د سټنډرډونو تطبیق یې تر څارنې لاندې ونیو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د څارنې پروسه د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د معیار کولو په موخه په دوامداره توګه دوام لري.