د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د سټنډرډ جوړونې او کیفیت کنټرول په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۲۱
د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د سټنډرډ جوړونې او کیفیت کنټرول په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې

کابل – د حکومت د رسنیو مرکز

 

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې نن د حکومت په رسنیو مرکز کې په یوه ځانګړې غونډه کې، د خپلو لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه جامع راپور له رسنیو او خلکو سره شریک کړ.

 

 په دې برنامه کې چې د یادې ادارې د لوړپوړو چارواکو، د حکومت د رسنیو مرکز رئیس او د کورنیو رسنیو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د ادارې مسؤلینو د کلیدي لاسته راوړنو او راتلونکو لیدلورو په اړه توضیحات ورکړل.

 

د برنامې په پیل کې، د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري ددې ادارې د اساسي ماموریت او موخو په اړه وویل: «د سټنډرډ ملي اداره د کیفیت په تامین، د ټولنې په روغتیا، د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د ملي اقتصاد په وده کې اساسي رول لري. په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې، موږ د سټنډرډ عالي شورا په ۴ غونډو کې د ۲۲۸ سټنډرډونو او ازمایښتي کړنلارو په نهایي کولو او تصویب بریالي شو او په مرکز او د هیواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو، نساجۍ، چرم او برېښنایي تجهیزاتو څه باندې ۵۰ زره نمونې د کیفیت له پلوه تثبیت شوې دي.»

 

نوموړي همدارنګه په غلام خان، ډنډ پټان او شېرخان بندرونو کې د کیفیت کنټرول فعالیتونو د رسمي پیل، د ادارې د تشکیلاتي جوړښت د پراختیا، د میټرولوژۍ لابراتوارونو د جوړولو او د څېړنیزو ظرفیتونو د پراختیا خبر ورکړ.

 

وروسته، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد آصف قانت، له رسنیو سره نور تخنیکي جزئیات شریک کړل او ویې ویل: «د سټنډرډ ملي اداره د کیفیت د تثبیت او کنټرول د یوازینۍ مرجع په توګه د سټنډرډ جوړونې، مطابقت ارزونې، میټرولوژۍ، اعتبار ورکونې او علمي څېړنو په برخه کې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره کلک ګامونه اخیستي دي.»

 

هغه زیاته کړه چې په تېر کال کې د ۱۲۸ تخنیکي کمیټو په جوړولو سره، ۱۳۴ سټنډرډونه او ۲۱۳ د ازمایښت کړنلارې نهایي شوي دي، چې اوس مهال ۹۸۰ تصویب شوي ملي سټنډرډونه شتون لري او د تطبیق وړ دي.

 

هغه زیاته کړه: په تېر یو کال کې په ټول هیواد کې ۸۰ تولیدي او وارداتي شرکتونه تر څارنې لاندې نیول شوي او د مصرفي نورمونو د تثبیت په برخه کې، ۱۸۶۵ ډوله وسایط، ماشین الات او تجهیزات د نورم له پلوه تثبیت شوي دي. همدارنګه، په مرکز کې ۵۵۸ نمونې او د هیواد په بندرونو کې ۵۲۲۳۷ د ودانیزو توکو نمونې په لابراتوارونو کې تر تجزیې او تحلیل لاندې نیول شوي او کیفیت یې تثبیت شوی دی.

 

ښاغلي قانت همدارنګه د سټنډرډ جوړونې قانون د پړاوونو له نهایي کیدو او د ریاست الوزراء محترم اقتصادي معاونیت ته د هغه له استولو خبر ورکړ. هغه همدارنګه د میټرولوژۍ قانون د نهایي کیدو د پړاوونو له پرمختګ، د میټرولوژۍ لابراتوار د تجهیز پروژې له بشپړېدو او د تقنیني اسنادو د بیاکتنې کمیسیون ته د دې قانون له استولو څخه یادونه وکړه.

 

بیا، د سټنډرډ ملي ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي محمد حامد، د دې ادارې د نړیوالو اړیکو د پراختیا خبر ورکړ او ویې ویل: د سټنډرډ ملي ادارې اړیکې له سیمه ییزو او نړیوالو د سټنډرډ جوړونې له بنسټونو سره په تېر کال کې پراخې شوې دي او دا اړیکې د سټنډرډ پوهې او نړیوالو تجربو د تبادلې لامل کیږي.

 

هغه څرګنده کړه؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د هیواد په شپږو بندري ولایتونو کې د سټنډرډ دفترونو جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې شوې او د زیربناوو د جوړولو لپاره عملي اقدامات روان دي.

 

نوموړي همدارنګه د کیفي تصدیق پاڼو د ویش، د سټنډرډ نښان د کارولو او د مهمو راتلونکو پروژو لکه د ګرځنده میټرولوژۍ لابراتوار جوړول، د کیفي تصدیق پاڼو د ویش پروژې پیل او لومړیتوبونو ته په کتو د نورو سټنډرډونو د تدوین لپاره د مهمو طرزالعملونو له جوړولو څخه هم خبر ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د سټنډرډ جوړونې او کیفیت کنټرول په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو او خلکو سره شریکې کړې