د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د تېر مالي کال راپور وړاندې کړ.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۹:۳۱
د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د تېر مالي کال راپور وړاندې کړ.

چهارشنبه

۱/ سلواغه/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ د حکومت د رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې ملت ته د (۱۳۹۹هـ) مالي کال د فعالیتونو او ترسره شوو چارو او د راتلونکي مالي کال د پلانونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

دغه پروګرام چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس عزیز احمدزي، مرستیالانو، د دې ادارې یو شمېر نورو اړونده مسوولینو، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون او د رسنیو استازو برخه لرله.

د دغه پروګرام په لړ کې ښاغلي احمدزي د ادارې پر ټولیزو لاسته راوړنو بحث وکړ او د نفتي، ودانیزو او نورو وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت د تثبیت، مصرفي نورمونو، مټرولوژۍ او د تصدیق پاڼو په تړاو معلومات وړاندې کړل. هغه دغه راز د انسا ادارې په ولایتي څانګو کې د لابراټواري فعالیتونو او د توکو د لېږد رالېږد پر مېکانېزم خبرې وکړي. د دغه مطبوعاتي ناستې په اوږدو کې یې د نفتي او ودانیزو توکو پر هغو لابراتواري ازمېیښتونو او ارقامو معلومات ورکړل چې په تېر مالي کال کې یې د کیفیت تثبیت شوی و. ښاغلي احمدزي دغه راز د دې ادارې د تېر مالي کال مهم فعالیتونو او د راتلونکي کال پلانونه هم شریک کړل.

د دغه پروګرام په پای کې د رسنیو استازو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له خوا یې ځوابونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې رهبرۍ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د تېر مالي کال راپور وړاندې کړ.