د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم" د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو مسؤلینو سره وکتل

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۴:۲
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم" د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو مسؤلینو سره وکتل

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس او پلاوي کندهار ولایت کې د تیلو د کیفیت لوړولو د پروسې په جریان کې د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو استازو ,تجارت خونې رئیس ,د کندهار ولایت شاروالې مرستیال, د مقام ولایت استازي او د تیلو اتحادیې رئیس سره غونډه وکړه.

یاد غونډه کې الحاج ملا فیص الله تمیم ټولو ته ښه راغلاست وویل او له ټولو مرتبطو اداراتو مننه وکړه چې په یاده پروسه کې موږ سره فعاله ونډه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړه موږ د تیلو پمپ استیشنونو د نظارت  پروسه د تیلو د کیفیت د لوړولو او اصلاح لپاره پیل کړې چې ولس مو د بې کیفیته تیلو په استعمال سره متضرره نشي موږ تاسو ته پوره ډاډ درکوو چې د تیر وخت پر پرتله د نفتي توکو کیفیت لوړ شوی دی.

همدارنګه د کندهار ولایت شاروالۍ معاون د سټنډرډ ملي ادارې د کړنو څخه خوشحالي وښودله او ورته اقدام یې بې څارې وبللو.

غونډه په پای کې ټولو پمپ استیشنونو استازو تعهد وکړ چې د

غونډه د مشرانو په دعا سره پای ته ورسیدله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم" د کندهار ولایت د تیلو پمپ استیشنونو مسؤلینو سره وکتل