د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل په هوايي ډګر کې د کام ایر RO پټرولیم او ګلوبل شرکت د نفتو له ذخیرو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۷
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل په هوايي ډګر کې د کام ایر RO پټرولیم او ګلوبل شرکت د نفتو له ذخیرو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

د سټنډرډ مي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم او محمد طارق صافی د ادارې سلاکار د یو پلاوي په ملتیا د کابل په هوايي ډګر کې د RO پطرولیم او ګلوبل د نفتو له ذخیرو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه. د يادو شويو شرکتونو لابراتوارونه د نفتي توکو په ځانګړي ډول د الوتکو د سونګ توکو د کيفيت د ټينګښت په برخه کې فعال دي. دغه کتنه چې د نفتي توکو په برخه کې د خصوصي لابراتوارونو د څارنې او د نفتو د زېرمو د چک په موخه جوړه شوې وه، د يادو لابراتوارونو له بېلابېلو څانګو څخه د ليدنې پر مهال د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس د اړوندو معيارونو په اړه معلومات ورکړل او د هغوى مسوولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل په هوايي ډګر کې د کام ایر RO پټرولیم او ګلوبل شرکت د نفتو له ذخیرو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.