د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په نمیروز ولایت بندر کې 26 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۱:۵۹
د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په نمیروز ولایت بندر کې 26 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په نیمروز ولایت کې 26 ټانکره بې کیفیته نفتي توکي (تیل ډیزل) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد شول.

په  نیمروز کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته 26 ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، له مستردۍ وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.

په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په نمیروز ولایت بندر کې 26 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل