د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د مټرولوژۍ او ساختماني موادو لابراتوارونه پرانیستل شول

admin_omid
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۱:۷
د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د مټرولوژۍ او ساختماني موادو لابراتوارونه پرانیستل شول

چهارشنبه ۱۳۹۸/ زمري/۲ د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) له لوري د مټرولوژۍ او ساختماني موادو د ټسټ لابراتورونه پرانیستل شول. د دغه لابراتوارونو په پرانیست غونډه کې د انسا ادارې عمومي رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي، د اروپایي اتحادیې سفیر پیغ مایاودون، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د مالیې وزیر ډاکټر همایون قیومي، د کابل والي، د رسنیو استازو او د بېلا بېلو دولتي ادارو لسګونه کارکوونکو په کې برخه درلوده.

د دغې غونډې په پیل کې د انسا ادارې رییس د غونډې له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ و ویل چې د مټرولوژۍ او ساختماني موادو د لابراتوارونو پرانیستل د کیفیت او سټنډرډ په برخه لوی ګام دی او په وینا یې چې دا لابراتوارونه به د ساختمان په جوړولو کې خوارا مرستندوی واقع شي او د مټرولوژۍ د لابراتوارونو پرانیستل به د اندازه ګیرۍ په برخه کې مثبت تغیرات راولي. نوموړي زیاته کړه دا مهال انسا اداره د دوه لویو موخو لپاره کار کوي چې لومړۍ موخه د صادراتو رشد او اقتصادي وده او دویمه موخه د کیفیت د ملي بنسټ جوړول دي. ښاغلي عَلَمي د خبرو په دوام زیاته کړه چې تېره میاشت یې د نړیوال سوداګریز مرکز ITC په مرسته د انسا پنځه کلن ستراتژیک پلان ترتیب او د سټنډرډ د عالي شوری له خوا منظور شو. نوموړي د سټنډرډ په برخه کې د شلو تخنیکي کمېټو یادونه وکړه چې له دې جملې یې څوارلس فعالیت لري.

په دغه غونډه کې د مالیې وزیر د سټنډرډ په ارزښت خبرې وکړې او په وینا یې چې سټنډرډ د یوه هېواد په پرمختګ کې بنسټیز رول لري. نوموړي زیاته کړه د سټنډرډ نه شتون په روغتیايي، ساختماني، غذايي او هره برخه کې د خوارا زیاتو ستونزو د پېښېدو لامل ګرځي. ښاغلي قیومي د مټرولوژۍ او ساختماني موادو د لابراتوارونو په پرانیستلو سره خوښي وښوده او د انسا ادارې له غوره لاسته راوړنو څخه یې وګڼله.

د دوی په دوام د اروپايي اتحاديې سفیر هم د لابراتورانو په پرانیستلو خوښي وښوده او په وینا یې چې سټنډرډ د یوې ټولنې په وده کې بنسټیز رول لري او د یوه هېواد او خلکو په اقتصاد خپل اغېز ښندي. نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د سټنډرډ په ارزښت خبرې وکړې او د دې لابراتوارونو د پرانیستلو مبارکي یې و ویله.

د دغې غونډې په پای کې د یادو چارواکو له خوا د مټرولوژۍ او ساختماني موادو لابراتوارونه د پټۍ په پرې کولو پرانیستل شول.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د مټرولوژۍ او ساختماني موادو لابراتوارونه پرانیستل شول