د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په هیواد کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۱:۳۲
د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په هیواد کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په کابل کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوار له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د سټنډرډ ملي  ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د مطابقت ارزونې ریاست رئیس مفتي  فضل الرحمن منصور، د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري، د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر او ویاند عاشق الله وزیري ګډون کړی وو.

موخه یې په هیواد کې د خصوصي سکتور د لابراتوارونو وضعیت څیړل وو. د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه د ملي سټنډرډونو او معیارونو په چوکاټ کې د دغه لابراتوار د فعالیتونو د لیدلو پرمهال هغوی ته لازم توضیحات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه په هیواد کې د خصوصي سکتور د نفتي موادو د لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.