د سټنډرډ ملي ادارې په پلخمري ښار کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۴۰
د سټنډرډ ملي ادارې په پلخمري ښار کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د پلخمري ښار په بازارونو کې د سیخانو د پلورلو د مرکزونو او هټیو د پلټنې بهیر پیل کړی دی. دغه بهیر د افغانستان د اوسپنې او فولادو د تولید د فابریکو له اتحادیې سره په همغږۍ  سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې تخنیکي ټیم له خوا د پلخمري ښار په ځینو برخو کې روان دی.
دا پروسه چې په هېواد کې د ساختماني ډګر د معیاري کولو په موخه له دې وړاندې په کابل ښار کې پیل شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې له خوا په شفافه او جدي توګه پر مخ وړل کیږي. د سټنډرډ ملي ادارې رهبري په هېواد کې د اوسپنې له ټولو پلورونکو او عرضه کوونکو څخه غوښتنه کوي چې د بې کیفیته اوسپنې له پلورلو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په پلخمري ښار کې د سیخ ګول د خرڅلاو د مرکزونو او هټیو د تفتیش او څارنې بهیر پیل کړ.