د لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (۱۰) مسلکي بستونه د ګمارنې خبرتیا

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۴۰
د معیار او کیفیت د لوېدیځ زون ۱۰ مسلکي بستونه

Publish Date

Closing Date

Location

هرات – مرکز ټانک شاته، د نفت او ګاز ریاست پخوانۍ ودانۍ، د لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست

د معیار او کیفیت اداره اهل کار ته د کار سپارلو، د سالمې ادارې د رامنځته کولو په اړه د ا.ا امارت د عالي موخو د ترلاسه کولو او د ژمنو او تکړه مسلکي کادرونو د جذب په موخه، خپل(۱۰) مسلکي دریم او څلورم بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.

د بستونو په اړه معلومات:

•د بستونو شمېر: ۱۰ بستونه

•بستونه:  دریم او څلورم

•ځای: هرات

د غوښتنلیک شرایط او کړنلاره:

• تابعیت: غوښتونکی باید د افغانستان تابعیت ولري.

• زده کړې:  په اړونده برخه کې لیسانس او یا ماسټر.

• ژبې:  په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د لیکلو او خبرو کولو وړتیا.

• موده:  د ۱۴۰۵/۰۱/۲۲ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۲/۰۱ نېټې پورې (۱۰ کاري ورځې).

د فورمې ترلاسه کولو لارې:

په حضوري ډول: هرات – مرکز ټانک شاته، د نفت او ګاز ریاست پخوانۍ ودانۍ، د لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست او له ډکولو وروسته یې بېرته همدې ریاست ته وسپارئ.

آنلاین: د معیار او کیفیت ادارې د رسمي وېبپاڼې له لارې www.asqa.gov.af

اړین اسناد:

• سي وي (CV) یا خلص سوانح.

• هغه تعلیمي اسناد چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي وي.

• امارتي کاري تجربه: رسمي خلص سوانح.

• په خصوصي ادارو/موسسو کې کاري تجربه: د کاري قرارداد کاپي.

د اړیکو شمیرې د نورو معلوماتو لپاره: د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ د لاندې شمیرو له لارې د اړیکې یا واټساپ په واسطه اړیکه ونیسئ:

0794870749 -  0787224242

Documents

د کارموندنې فورم
د معیار او کیفیت د لوېدیځ زون ۱۰ مسلکي بستونه

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (۱۰) مسلکي بستونه د ګمارنې خبرتیا