د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د ۱۰ خالي بستونو د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
د مرکز ټانک شاته، د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (د نفت او ګازو پخوانۍ ودانۍ).
د معیار او کیفیت اداره د کاري بهیر د ښه والي، شته ننګونو ته د رسېدنې، د وارداتي توکو او تولیدي فابریکو د دوامداره او باکیفیته کنټرول او کار، اهل کار ته د سپارلو په موخه، د لوېدیځ زون ریاست اړوند ۱۰ خالي مسلکي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د خالي بستونو مشخصات:
۱. د ودانیزو توکو ټکنېشن:
- بست: ۴
- د بستونو شمېر: ۸ بستونه
- تحصیلي کچه: د سېول انجنیرۍ یا د ودانیزو توکو برخې لېسانس یا ماستر
- ځانګړي شرایط: په انګلیسي ژبه پوهېدل (لیکل او لوستل)
۲. د نساجۍ، چرم او کاغذ ټکنېشن:
- بست: ۴
- د بستونو شمېر: ۲ بستونه
- تحصیلي کچه: د کیمیاوي ټکنالوژۍ برخې لېسانس یا ماستر
- ځانګړي شرایط: په انګلیسي ژبه پوهېدل (لیکل او لوستل)
مهمې نېټې او د فورمو ترلاسه کولو لاره:
- د نوم لیکنې پیل: ۱۴۰۵/۰۵/۱۷
- د نوم لیکنې پای: ۱۴۰۵/۰۵/۲۹
د فورمو ترلاسه کولو او نوم لیکنې پته: د مرکز ټانک شاته، د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست (د نفت او ګازو پخوانۍ ودانۍ).
د اړيکو او واټساپ شمېرې: 0785095368 | 0787242422