د معیار او کیفیت ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د هېواد د سرچینو د ښه مدیریت لپاره په پرله پسې ډول روان دي

د معیار او کیفیت ادارې د نورم تثبیت ریاست تخنیکي ټیم په نه ستړې کیدونکې توګه هڅه کوي ترڅو د وسایطو، تجهیزاتو او ماشینونو د سوند توکو د مصرف دقیق معیار وټاکي. دا نورمونه د سرچینو په ښه مدیریت، د انرژۍ د ضایعاتو په کمولو او په هیواد کې د روڼتیا په لوړولو کې کلیدي رول لري.
🏢 اړونده اداره: د هرات پوهنتون ریاست
🏍 څېړل شوي وسایط: ۱۷ عرادې
🎯 موخه: د سوند توکو د مصرف دقیق معیار ټاکل
✅ پایله: د انرژۍ په مصرف کې سپما + د سرچینو ښه مدیریت
د مصرفي نورمونو تثبیت؛
د انرژۍ د ضایعاتو د کمولو لپاره یو اغیزمن ګام