د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد حنیف د کورنیو معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج رئیس، د فني هیئت رئیس او تخنیکي غړو ګډون درلود.

د اجندا له مخې، غړو د معیار د مسودې پاتې برخو، د کار تګلارې او اړوندو ازمویښتونو په اړه خپلې نظریې، لیدلوري او بشپړونکي وړاندیزونه وړاندې کړل، چې له ارزونې وروسته تائید شول.

همدارنګه، د غونډې په بله برخه کې د کانونو د معیارونو د تدوین اړوند موضوعاتو باندې هر اړخیز او رغنده بحثونه وشول، تر څو د معیارونو د جوړېدو بهیر په علمي او اغېزمن ډول پرمخ ولاړ شي.

د معیار او کیفیت اداره د د دقیقو او داخلي اړتیاوو مطابق معیارونو په تدوین سره هڅه کوي، چې د کانونو په برخه کې د کیفیت، خوندیتوب او شفافیت کچه لوړه کړي او د طبیعي زیرمو د اغېزمنې استفادې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه