د ملي عمل دریم پروګرام کې د شمولیت په موخه د ټولنې بیلابیلو پرګنو وړاندیز شویو موضوع ګانو راټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۰:۱
د ملي عمل دریم پروګرام کې د شمولیت په موخه د ټولنې بیلابیلو پرګنو وړاندیز شویو موضوع ګانو راټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

 

د افغانستان اسلامی جمهووي دولت د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت د ملي عمل درېیم پروګرام د تدوین بهیر په نېږدې ورځو کې پیلیږي.

د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت (OGP) د لارښود په بنسټ، د دغه سازمان د غړیو هیوادونو د ملی عمل پروګرامونه د مدنی ټولنې بنسټونو په مشارکت تدوین او چمتو کیږي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت غړیتوب له ترلاسه کولو تردې دمه خپل د ملی عمل پروګرامونه د یاد لارښود په رڼا کې تدوینوي.

د افغانستان ملي عمل لومړی پروګرام په بریا سره تطبیق شوی او د عمل دویم پروګرام د مدني ټولنې بنسټونو او هیوادوالو په پراخه مشارکت سره تدوین شوی او د تطبیق په وروستیو پړاوونو کې دی. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي عمل دویم پروګرام کې ۱۸ بدلون راوړونکې ژمنې شاملې دي چې په تطبیق سره به یې د عامه خدماتو په برخه کې رونټیا او حساب ورکوونه زیاته او د ملي پالیسیو په تدوین کې د عامه مشارکت زمینه برابره شي. د بیلګې په ډول د « ذینفع مالکیت دثبت او پلټنې مقررې» ژمنې څخه چې د حساب ورکونې، ځواب وینې او رونټیا لوړاوي په برخه کې تدوین او تصویب شوې، یادونه وکړو. په باوري توګه د هغې په سم تطبیق سره به له ډول ډول جرمونو ( مالیاتي فرار، د پیسو تطهیر، د ترهګرۍ تمویل او د نشه یي توکیو قاچاق) څخه مخنیوی وشي.

دا چې د ملي عمل دویم پروګرام د تطبیق وخت په تمامیدو دی او ډیری ژمنې یې بشپړي شوي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په پام کې لري چې د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت د ملي عمل درېیم پروګرام د تدوین چارې هم پیل کړي، نو له دی کبله به ټول وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مدنی ټولنې بنسټونو، رسنیو، ښوونیز او تحصیلي سکتور او هیوادوالو څخه په درنښت هیله کیږي څو خپلې وړاندیز شوې موضوع ګانې چې په ( رونټیا، حساب ورکوونې، د عامه پالیسیو په تدوین او تطبیق بهیر کې د هیوادوالو مشارکت د ښه والی او لوړوالي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه استفادې پورې اړوندې وي) د ملي درېیم پروګرام کې د شمولیت په موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۵ نیټې پورې د لاندې برښنالیک له لارې له موږ سره شریکې کړي.

Info@ogpa.gov.af  و faisal.stanekziai2@gmial.com

د یادونې ده چې د پرانیستې دولت دارۍ سکرتریت د هیواد د ملي عمل پروګرامونو د آسانچاري رول لري او ستاسو وړاندېز شوې موضوع ګانې به له توحید وروسته اړوندو مراجعو په تیره د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت ټولګې عمومی فورم ته وړاندې شي.

د لازیاتو معلوماتو له پاره د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت ویب سایټ ته مراجعه وکړئ:                 https://ogpa.gov.af

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د ملي عمل دریم پروګرام کې د شمولیت په موخه د ټولنې بیلابیلو پرګنو وړاندیز شویو موضوع ګانو راټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه