د نفتي موادو د تثبیت مسوولیت د سټنډرډ ملي ادارې ته ولېږدول شو.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۵۷
د نفتي موادو د تثبیت مسوولیت د سټنډرډ ملي ادارې ته ولېږدول شو.

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د مالي او اداري مرستیال ښاغلي احسان جلالزي په مشرۍ یو پلاوي چې د نفتي موادو د برخې کار کوونکي او انجنیران په کې شامل وو، هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ چې په لړ کې یې د نفتي موادو د تثبیت مسوولیت د نفتي موادو او اوبلن ګاز د چارو د تنظیم ادارې څخه د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) ته ولېږدول شو. د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي هدایت او د تدارکاتو کمیسیون د پرېکړې له مخې د نفتي موادو د تثبیت مسوولیت چې مخکې د نفتي موادو او اوبلن ګاز د تنظیم ادارې په غاړه و، له دې وروسته د سټنډرډ ملي ادارې ته وسپارل شو.

د دې سفر په لړ کې یاد پلاوي د دغه ولایت له والي عبدالقیوم رحیمي سره وکتل چې په ترڅ کې یې د سټنډرډ ملي ادارې په فعالیتونو خبرې اترې وشوې او د دواړو لورو له خوا د انسا ادارې او هرات ولایت مقام تر منځ پر همغږۍ تاکید وشو.

د دې ترڅنګ ښاغلي احسان جلالزي او ورسره مل پلاوي د دې ولایت د ولایتي شورا له رییس کامران علیزايي سره هم لیدنه کړه. په دغه لیدنه کې د دواړو لورو له خوا د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د همغږۍ په را منځ ته کولو بحث وشو.

دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) رهبرۍ پلاوي د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت او د تدارکاتو کمیسیون د پرېکړې د تطبیق په موخه د هرات ولایت د تورغونډۍ او اسلام قلعه بندرونو ته هم سفر وکړ او د یادو بندرونو وضیعت یې له نږدې وڅاره.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د نفتي موادو د تثبیت مسوولیت د سټنډرډ ملي ادارې ته ولېږدول شو.