د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې پنځه جریبه امارتي ځمکه ستنډرډ ملي ادارې ته ځانګړې شوه

ihsan_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۴
د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې پنځه جریبه امارتي ځمکه ستنډرډ ملي ادارې ته ځانګړې شوه


د سټنډرډ ملي ادارې د غوښتني او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اساس پنځه په پنځو جریبو کې امارتي ځمکه په ټولو هغو ولایتونو کې چې بندرونه لري د کرنې وزارت او مالیې وزارت له لوري سټنډرډ ملي ادارې ته سپارل کیږي.

ددې هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې چې په تورخم بندر کې د پنځه جریبه ځمکې د سپارلو په تړاو  د کرنې وزارت اراضي عمومي ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د سټنډرد ملي ادارې مالي او ادارې رئیس محترم مولوی محمد عبدالله السیف، د کرنې وزارت د اراضي عمومي رئیس، د ځمکو د تنظیم او وېش رئیس او د اړوندو برخو مسولینو ګډون درلود.
له دې ځمکې څخه به سټنډرډ ملي اداره د اداري ودانۍ او د کیفیت د تثبیت د لابراتوارونو لپاره ګټه واخلي.
سټنډرډ ملي اداره د تولیدي، وارداتي او صادراتي توکو او اموالو د معیاري کولو او کیفیت لوړولو په برخه کې په لویه کچه برنامې په لاس کې لري، چې په جدي توګه به عملي شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې پنځه جریبه امارتي ځمکه ستنډرډ ملي ادارې ته ځانګړې شوه