د کیفي تایید لیکونو ریاست لپاره د دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه

org_admin
دواطلبي- تدارکات- Tender

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کیفي تاییدلیکونو ریاست د اړتیا وړ دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

واجد شرایط داوطلبان کولای شي اړونده شرطنامه په وړیا ډول په سافټ بڼه په فلش ډېسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه او یا هم د ملي تدارکاتو له سایټ څخه ترلاسه کړي.

خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو، د تړونونو د قانون او د تدارکاتو د کړنلارې سره سم په تړل شوې (سربسته) بڼه د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر د ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا تر ۳۱مې پورې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنیټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د جوزا تر ۳۱ مه، د غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.

پته: د کابل-جلال اباد د لويې لارې پر سر، له نوي سړک تېر، صنعتي ښارګوټی، د معیار او کیفیت اداره.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۳ واقع سرک نو شاهراه کابل جلال آباد ساحه پارک های صنعتی نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې پرېکړې د خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې دننه د سیوري جوړولو (سایه‌بان)، له لرګینو او پی وي سي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کابل ولایت د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د لابراتواري وسایلو د چمتو کولو . . .

Back to tenders

د کیفي تایید لیکونو ریاست لپاره د دفتري او کمپیوټري تجهیزاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه