د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۲۳
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان ستنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو قرارداد، محترم پرویز هارون حضرتي ساختماني شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (97138) دی او موقعیت یې د کابل ښار د نهمې ناحیې په صنعتي پارکونو کې د الکوزي شرکت شاته دی، د څلور سوه اته څلوېښت زره او څلور سوه (۴۴۸،۴۰۰) افغانیو په مجموعي ارزښت ورکړي.

 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د ستنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل-جلال آباد په لویه لاره، د صنعتي پارکونو په ساحه کې، پخواني افغان ټېليکام (افسوتر) ریاست ته نه رسېدلی، موقعیت لري، وسپاري.

 

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او ورپسې قانوني پړاوونو تر ترسره کېدو پورې به قرارداد نه تړل کېږي.

Documents

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ستنډرډ ملي ادارې د ودانیو دننه او بهرنیو برخو د رنګولو د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان