د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۵۹
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ چاپي او غیر چاپي قرطاسیې او د پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د تهیه او تدارک قرارداد، محترم ظهیر حسین لمېټډ سوداګریز شرکت ته چې د جواز ګڼه یې (38427) ده او په کابل ښار، صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د نهه سوه پنځلس زره څلور سوه دوه څلوېښت (۹۱۵،۴۴۲) افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض ددې اعلان له خپرېدو څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره یوځای د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل-جلال اباد لویې لارې، د صنعتي پارکونو ساحه، د پخواني افغان-ترک ریاست ته نه رسېدلی، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او ورپسې قانوني پړاوونو تر وروستي کېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کیږي.

Documents

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د چاپي او غیر چاپي قرطاسیې، پرنټر او کاپي ماشین رنګونو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان