د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکرو د لابراتواري تجهیزاتو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۲۹
د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره په پام کې لري چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ډبرو سکرو د لابراتواري تجهیزاتو د تهیه او تدارک قرارداد، محترم صبغت الله حضرت زاده سوداګریز شرکت ته چې د جواز ګڼه یې (۶۳۴۳۹) ده او د کابل ښار په تایمني لسم سړک کې موقعیت لري، د اتلس میلیونه او نهه سوه زره (۱۸،۹۰۰،۰۰۰) افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي.

 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له خپرېدو څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلي ډول له دلایلو سره یوځای د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل- جلال اباد لویې لار، د صنعتي پارکونو ساحه، د پخواني افغان-ترک (افسوتر) ریاست ته ور نه رسېدلی، وسپاري.

 

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې تر بشپړېدو او ورپسې قانوني پړاوونو تر طی کېدو پورې به قرارداد لاسلیک نه شي.

Documents

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکرو د لابراتواري تجهیزاتو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکرو د لابراتواري تجهیزاتو د قرارداد ورکړې د پرېکړې اعلان