د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

org_admin
د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې د سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت او یا د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

خپل وړاندیزونه دې د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سرپټې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت چې موقعیت یې د صنعتي ښارګوټي، له نوي سړک څخه تېر، د کابل-جلال‌آباد لویه لاره دی وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۲۵۰۰۰ پنځه‌ویشت زره افغانۍ دی. د وړاندیز پرانېستلو غونډه به د اعلان د نشر له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۳۶ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د اوزان او مقیاس ریاست پورې اړوند لوېدیځ زون کې آزمایښتونونو د وسایلو پروژې لپاره د (۲۴) قلمه توکو د چمتو کولو او تدارک او د وزن او اندازې د پروژې د فعالولو د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو د "۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اوزان او مقیاس ریاست پورې اړوند لوېدیځ زون کې د آزمایښتونونو د وسایلو پروژې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۶ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳) قلمه دفتري اجناسو (مېز، څوکۍ او المارۍ) د چمتو کولو او تدارکاتو پروژې د تړون د ورکړي د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳) قلمه دفتري اجناسو (مېز، څوکۍ او المارۍ) د چمتو کولو او تدارکاتو تړون . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۱ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوټرونو او کمپیوټري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې د تړون د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري د "۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوټرونو او کمپیوټري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې" تړون د . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا