سټنډرډ ملي ادارې خپلو یو شمېر نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته ښوونیز برنامه ترسره کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۵۹
سټنډرډ ملي ادارې خپلو یو شمېر نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته ښوونیز برنامه ترسره کړه

د کیفیت مدیریت سټنډرډونو او د سټنډرډ جوړونې تر عنوان لاندې ښوونیزه برنامه د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو امریت او د ملي ستنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو ریاست په همکارۍ ددې ادارې په لسهاوو تنو نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته ترسره شوه.

ددې برنامې د پیل په مراسمو کې د سټنډرد ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت ددې برنامې د ارزښت په اړه وینا کړه او وویل: اړینه ده چې د ادارې کارکوونکي د ادارې د فعالیتونو او موخو اړوند کافي معلومات ولري. نوموړي د علم او پوهې د اهمیت په اړه ګدونوالو ته وویل: بریالیتوب پرته له هڅو څخه نه ترلاسه کیږي، نو د علم د ترلاسه کولو، مهارتونو لوړولو او د ګټورو فعالیتونو ترسره کولو په موخه باید د خدمت کولو په برخه کې له هيڅ ډول کوښښ او هڅې څخه دریغ ونه کړو.

په دوام یې د ملي ستنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو ریاست د مدیریت کیفیت سټنډرډونو د جوړولو امر محترم انجنیر عتیق الله یاسر اړین معلومات د پرزینټیشن په قالب کې ددې برنامې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دا برنامه به دوه ورځې دوام وکړي، چې د سټنډرډ ملی ادارې د کارکوونکو د پوهاي او ظرفیت لوړونې په برخه کې به خورا ګټوره و اوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

سټنډرډ ملي ادارې خپلو یو شمېر نويو ګمارل شویو کارکوونکو ته ښوونیز برنامه ترسره کړه