ودانیز شرکتونه د یو لړ معیارونو پر بنسټ کټګوري کېږي.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۳۵
ودانیز شرکتونه د یو لړ معیارونو پر بنسټ کټګوري کېږي.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل د ودانیزو شرکتونو اتحادیې له مشر سره د یوې لیدنې پر مهال و ویل چې هڅه کوي، دغه شرکتونه د یو لړ معیارونو پر اساس کټګوري کړي. دغه لیدنه چې د ودانیزو شرکتونو د معیاري کولو، رول او فعالیتونو د څېړنې په موخه ترسره شوه د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس رحمت الله ولي هم په کې ګډون درولود.

ښاغلي زیارمل د ودانیزو شرکتونو پر رول بحث وکړ او په وینا یې چې د یوې طرحې له مخې دغه شرکتونه باید کټګوري شي، څو د پروژو په پلي کولو کې ټول معیارونه په نظر کې ونیسي او د معیارونو له مخې به ورته سرټیفکيټ ورکول کېږي. هغه زیاته کړه انسا اداره مسوولیت لري، څو ودانیز کوډونه پلي او وڅاري او په دې برخه کې یې د اتحادیې همکاري مهمه وګڼله. د نوموړي په خبره د ستوریز کټګورۍ پر بنسټ ټولې کمپنۍ او شرکتونه کولای شي چې خپل نوعیت ته په کتلو پروژه وټاکي او عملي یې کړي او دا چاره د مارکېټ په نظم او معیارونو پر تطبیق غوره اغېز ښندي.

په ورته وخت کې د دغې اتحادیې مشر حمیدالله حبیبي د ښاغلي زیارمل د خبرو په تایید د خصوصي سکټور پر رول او ارزښت بحث وکړ. هغه د ودانیزو کوډونو او معیارونو د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او په خبره یې چې دا چاره په خصوصي سکټور کې د نظم په معنی ده. ښاغلي حبیبی ودانیزو شرکتونو د ستوریز کټګورۍ په تړاو د سټنډرډ ملي ادارې په طرحه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دا کټګوري نه یواځې شرکتونه هڅوي، بلکې د پروژو پر تطبیق او د ودانیزو کوډونو په پلي کولو کې هم مهم رول لري.

د دغې ناستې په پای کې ښاغلي زیارمل د ودانیزو شرکتونو له اتحادیې سره د یوې هوکړې د لاسلیکولو یادونه وکړه او د دې اتحادیې له تخنیکي برخې یې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

ودانیز شرکتونه د یو لړ معیارونو پر بنسټ کټګوري کېږي.